کابل، د لېندۍ ۲۶مه، باختر
د قوش تيپې کانال شاوخوا ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې په پار د مالیې، اوبو او انرژۍ، ښار او کور جوړونې، د چارو ادارې او د ملي پراختیا شرکت د چارواکو په شتون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې غونډه جوړه شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د دې غونډې موخه د هېوادوالو د منفعت په پار د قوش تېپې کانال څخه د غوره ګټې اخیستنې په موخه د طرحې جوړول وبلل او زیاته یې کړه چې له مخې به یې د کرنیزو، سوداګریزو، صنعتي، مالدارۍ، بڼوالۍ، کارخونو او هستوګنیزو سیمو د جلا کېدو نقشه شامل شي، ترڅو د کانال د کار له بشپړیدو وروسته په اغیزمنه توګه وکارول شي.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د قوش تېپې کانال پروژه یوه لویه ملي پانګه وبلله او زیاته یې کړه چې د قوش تېپې کانال پروژه د هېواد له ملي پانګو څخه ده او که هره چاره یې د پلان پراساس او منظم پرمخ ولاړ شي اغېزمنتیا به یې لا زیاته وي.
د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو د ځمکې د اجارې، د کانال په شاوخوا کې د اوبو او ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د پروژې د چارو د پرمختګ، د بوټو د کرلو په اړه د څېړنې، پر خاورې او اقلیم د څېړنې او د اداراتو پر مسوولیتونو خبرې اترې وکړې او خپل نظرونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې پر دې موضوع کار وکړي او د اړتیا په صورت کې دې سیمې ته انجنیران واستوي، ترڅو په ګډه پرې کار وشي.