د قوشتېپې کانال ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې د طرحې چمتو کولو په موخه غونډه جوړه شوه

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د قوشتېپې کانال ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې د څرنګوالي په پار غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د دغه وزارت د مالدارۍ، اوبولګولو، بڼوالۍ او کرنې ریاستونو رئیسانو، متخصصینو او انجینرانو شتون درلود او د طرحې د ترتیب په موخه یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د قوش تېپې کانال له ځمکې څخه د موثرې او ښې ګټې اخیستنې په موخه د کاري پلان د جوړولو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ هدایت څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه، چې د دې طرحې د لا بډاینې په پار دې د بېلابېلو سکتورونو کارپوهان خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.
هغه د قوشتېپې کانال څخه ښه ګټه اخیستنه د خلکو د ژوند او اقتصاد په بدلون کې اغېزمنه وبلله او د افغانستان د خلکو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو د راوستلو لپاره یې د هر اړخیز او اغېزمنې طرحې په جوړولو ټینګار وکړ.