سیاست

د قندهار څارنوالۍ ته نوی رېیس ور وپېژندل شو

قندهار باختر   د وږي ۶ مه
محمد شعيب ثابت چې تر دې وړاندې يې د نيمروز ولايت د څارنوالۍ چارې سمبالولې د جمهور رېيس محمد اشرف غني په حکم د قندهار د څارنوالۍ د رئيس په توګه ټاکل شوی دی.
د قندهار د والي  مرستیال عبدالحنان منیب د نوي څارنوال د پېژندګلوۍ په غونډه کې
د پخواني رېيس عبدالرحمن کوشان کړنې وستایلې او نوي ریېس ته یې همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوي ټاکل شوي څارنوال محمد شعيب ثابت هم ژمنه وکړه چې د قانون په پلي کولو او د ټولنيز عدالت په رامنځته کولو کې به هلې ځلې وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته