کابل / باختر د لړم د مياشتې ٧ :
په قندهار ولايت کې په يوې سيمه ييزې راډيو د بمي بريد عاملين ونيول شول.
نيول شوي کسان د قندهار ولايت درې تنه اوسيدونکي دي او اعتراف کړى دى چې د پنځو زرو افغانيو په بدل کې يې په دغې سيمه ييزې رسنۍ بمي بريدکړى و .
يوه اوونۍ مخکې په قندهار ښارکې د (څانګه) راډيو د دروازې په وړاندې ښخ کړى شوي ماين وچاوديد چې د سر زيان يې نه درلود. خو دغې رسنۍ ته يې يو څه مالي زيان واړاوه .
د قندهار ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي مامورينو د (څانګه) په راډيو د بم ښخولو په اړوند درې تنه نيولي دي.
ده وويل: نيول شويوکسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې د پنځو زرو افغانيو په ترلاسه کولو سره يې په دې کار لاس پورې کړى دى.
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغوکسانو دکومې تروريستي ډلې په لارښوونه په دغې سيمه ييزې رسنۍ باندې د بريد اقدام کړى دى.
له بله پلوه د قندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې د دغې بم ښخونې له عاملينو څخه تحقيقات اوس هم دوام لري.
0 1 دقیقه لوستل