د قندهار په هوايي ډګرکې مثبت بدلونونه راغلي دي

قندهار باختر د  وږي ۱۴ مه
د ملکي هوايي ادارې مسوولین وايي چې د قندهار ولایت په هوايي ډګر کې مثبت بدلونونه راغلي او له امله یې ډیری ستونزې اوارې شوي دي.
دغه څرګندونې د ملکي هوايي ادارې مرستیال جیلاني وفا قندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د والي  له مرستیال عبدالحنان منیب سره په کتنه کې وکړې.
د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب د هوايي ادارې له مرسیتال جیلاني وفا څخه مننه وکړه چې دغه ولایت ته یې سفر وکړ او د قندهار د نړيوال هوايي ډګر چارې له نږدې وڅیړلې .
منیب د ملکي هوايي چلند له مرستيال څخه وغوښتل چې د قندهار په نړيوال هوايي ډګر کې د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګدې د دغه هوايي ډګر د کارکوونکو د لا مسلکیتوب لپاره دې د عملي زده کړو زمنیه برابره کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته