د قندهار په درېو ولسوالیو کې افغان ځواکونو او طالبانو نښتې کړې دي
کابل / د چنګاښ ۱۵مه / باختر
د قندهار په ژېړۍ، سپين بولدک او تخته پل ولسواليو کې افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تېره شپه نښتې کړې؛ خو امنیتي مسولینو یوازې وسله والو ته د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
په قندهار کې له صفر درې قطعې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال ۸ طالبان وژل شوي او ۴ نور یې ټپيان شوي دي.
ځينې سرچينې وايي چې تېره شپه د قندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په رباط، مېل، سورکۍ لېږۍ او د تخته پل ولسوالۍ په برغنې او ملید سیمو کي هم نښتې شوې دي.
امنیتي مسوولینو ویلي چې جګړه کې دوی ته زیان نه دی اوښتی؛ خو په رباط سیمه کې د شپینو عملیاتو پر مهال ۱۲ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپيان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال