کابل باخترد کب اتمه :
په قندهار ولايت کې يو ښوونځى له نږدې يوکال وروسته بيا د زده کوونکو پرمخ پرانستل شو.
دغه ښوونځى چې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د زرقاله په سيمه کې دى؛ د نا امنيو او د وسله والوطالبانو دګواښ په دليل د نجونو اوهلکانو پرمخ تړل شوى و.
د قندهار ولايت د پوهنې رياست يوه مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه ښوونځي د سيمې له مشرانو سره له خبرو او د هغوى دملاتړله جلبولو وروسته د زده کوونکو پرمخ بيا پرانستل شوى دى.
ويل کيږي ددغه ښوونځي په بيا پرانستلوسره څه ناڅه دوه سوه شپيتوتنونجونو اوهلکانو يوځل بيا د زده کړې د دوام مجال پيداکړ.
ددغو زده کوونکو کورنۍ وايي: له دې امله چې ښوونځي د دوى د بچيانو پرمخ بيا پرانستل شوى دى؛ خوښ دي .
دوى له دولت څخه وغوښتل چې نورو وسله والوطالبانو ته د دې مجال ور نه کړي چې په ګواښ سره د ښوونځيو د تړلکيدو سبب شي.
د ترلاسه شويو ارقامو له مخې: همدا اوس دقندهار ولايت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې له اتلسو ښوونځيو څخه څه ناڅه اته يې دناامنيواودوسله والو طالبان دګواښ له امله د زده کوونکو پرمخ تړلي دي .
دقندهار ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي: هلې ځلې کوي چې دغه ښوونځى د امنيت د ښه کولو او د سيمې له مشرانو سره د خبرو له لارې له لوست څخه د زرګونو تنو بې برخې زده کوونکو پرمخ بيا پرانيزي .
طالبانو د دوى د رژيم د راپرځيدو له وخت څخه تراوسه پورې په ښوونځيو په بريد اوسوځولو او د نجونو زده کوونکو په ګواښلو د مسموموونکو موادو په شيندلو سره ښوونځيوته د هغوى د ورتګ مخه نيولې ده چې د افغانستان د پوهنې اوترقۍ لپاره ډير ستر ګواښ دى.
0 1 دقیقه لوستل