د قندهار ورزشکاران اتلان شول

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
په قندهار ولايت کې د سوک وهلو سيالۍ ددغه ولايت د ورزشکارانو په اتلوالى  سره پاى ته ورسيدې.
دقند هار ولايت ورزشي آمر احمد الله ګلا لى باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې د قندهار او هلمند د ولايتو نو  د ورزشکارانو ترمنځ دوه ورځې مخکې په چمن ښارکې پيل شوې وې؛ په پاى کې د قندهار ولايت ورزشکارانو د سرو زرو د څلورو مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړۍ مقام، د چمن ورزشکارانو د سرو زرو د دريو مډالونو په ترلاسه کولو سره دريم مقام او د هلمند ولايت ورزشکارانو د سرو زرو د دوو مډالو نو په ترلاسه کولو سره دريم مقام وګاټه.
په دغوسياليوکې ٥٠ تنو ورزشکارانو ګډون کړي وو او په اتو وزنونوکې يې سيالۍ وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته