د قندهار والي بېرته خپلې دندې ته ستون شو
کابل باختر دکبد مياشتې ٢٩ :
د قندهار والي همايون عزيزي چې نږدې دوه مياشتې مخکې په يوه تروريستي بريد کې سخت ټپي شوی و، له درملنې وروسته بيرته خپل کار ته ستون شو.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوی و،همايون عزيزي وويل، چې له دې وروسته به يو ځل بيا په خپل ټول توان او طاقت سره د هيواد او په ځانګړې توګه د قندهار د ابادۍ، پرمختګ او انکشاف لپاره هلې ځلې وکړي.
ده د خپل غيابت په وخت د ولايتي ادارې د مسؤولينو هڅې وستايلې چې د ده په نه شتون کې يې د ولايت چارې په ډېر ښه او صادقانه ډول پر مخ بيولې دي.
دغه راز ده د دغه ولايت د پوهنې رياست ته لارښوونه وکړه چې د شهيد عبدالعلي شمسي د زيار او قربانۍ د ياد په توګه دې د قندهار دارالمعلمين دې د هغه په نوم ونومول شي .
د يادونې وړ ده چې د قندهار والي همايون عزيزي نږدې دوه مياشتې وړاندې په يوه مليمستيا کې چې د متحده عربي اماراتو د سفير او د دغه هيواد د ډيپلوماتانو په وياړ جوړه شوې وه سخت ټپي شوی وو، چې لومړی د درملنې لپاره هندوستان او بيا فرانسې ته وليږدول شو.