کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
په قندهار کې د احمدشاه بابا نړيوال هوايي ډګر په يوې داسې دستګاه سمبال شو چې کولاى شي په نشه يي توکو مشکوک کسان وپېژني.
د قندهار والي حيات الله حيات وايي چې د هوايي ډګر امنيتي ځواکونه په دې دستګاه سره کولاى شي د نړۍ نورو هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونیسي.
که څه هم د نشه يي توکو د کشفولو دغه ځانګړې دستګاه د قندهار په هوايي ډګر کې درول شوې ده، خو کولاى شي امنيتي مامورین د ورانکارو او تروريستو بانډونو په پېژندلو او نيولو کې مرسته وکړي.
د ر پوټونو له مخې؛ دغه دستګاه کولاى شي يوازې د ۳ دقيقو په بهير کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي وپېژني.
د کورنيو چارو وزارت د دغې دستګاه په خاطر ۵۰ زره ډالره لګښت کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د نشه يي توکو قاچاق د هوا له لارې يوه نړيوال ننګونه ده او افغانستان ترې مستثنی نه دى.
هندوستان ته د احمدشاه بابا د نړيوال هوايي ډګر له لارې د نشه يي توکو د قاچاقو زياتوالي، په دې وروستيو کې هندي مقامات دې ته اړ کړل چې خپلې هوايي اړيکې د افغانستان له دغې جنوبي ولايت سره بندې کړي، هغه ننګونې چې ويل کېږي اوس حل شوې دي او ډېر ژر له قندهار څخه نوي ډيلي ته د الوتنو بهیر بېرته پیلېږي.
ختم-شکريه-اکرم
14 1 دقیقه لوستل