د قندهار د والي مرستيال شهيدکړى شو
کابل_باختر د لړم د مياشتې ١٢مه:
د قندهار د والي مرستيال عبدالقديم پتيال تېره شپه په قندهار پوهنتون کې د تروريستي بريد له امله شهيدکړى شو.
يرغلګر د هغه ټولګي له پنجرې څخه چې پتيال پکې په زده کړه بوخت و؛ دزې وکړې او له ساحې څخه وتښتيد.
د قندهار ولايت د سرپرست ويندوى صميم خپلواک د باخترآژانس خبريال ته وويل چې عبدالقديم پتيال لومړى په دې بريدکې ټپي شو او وروسته روغتون ته د ليږدونې په لاره کې يې سا ورکړه.
د قندهار ولايت مرستيال د قندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د پښتو ژبې او ادبياتو د برخې د څلورم کال محصل و.
د پتيال ټولګيوال وايي چې يرغلګر د دوى د ټولګي له پنجرې له ډزو وروسته د تښتې لاره غوره کړه.
په همدې حال کې د قندهار پوليس وايي چې د يرغلګر د پيژندنې او نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.
تراوسه پورې د قندهار د والي د مرستيال د شهادت مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى. خو په تيرو وختوکې دغه شان بريدونه د وسله والو طالبانو په ډلې پورې د اړوندو کسانو له خوا شوي دي.
د قندهار د والي مرستيال عبدالقديم پتيال يو پيژندل شوى فرهنګي او د مدني ټولنې فعال و او له ده څخه په پښتو ژبه زيات شعرونه پاتې شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر سيدمخدوم رهين د عبدالقديم پتيال شهادت يوه ټکان ورکوونکې پيښه وبلله او څرګنده يې کړه چې ارواښاد عبدالقديم پتيال يو استعداد لرونکى ځوان او پياوړى ليکوال او شاعر و.
د ده شهادت د افغانستان فرهنګي ټولنې ته يوه نه جبيره کيدونکې ضايعه ده.
ډاکتر رهين د هيواد له امنيتي مقاماتوڅخه وغوښتل چې ډير ژر دې د دغه ارواښاد قاتلان ونيسي او د عدالت منګولو ته يې وسپاري.