قندهار باختر د وږي د مياشتې ۲۱ مه
ذبیح الله ابراهيمي چي تر دې وړاندې د کندوز ولايت د استیناف محکمې رېيس و، د سترې محکمې د پرېکړې پر اساس د قندهار د استیناف محکمې د نوي رېيس په توګه وټاکل .
تر ده مخکې قضاوتمن فضل الهادي فاضل د قندهار د استیناف محکمې د رېیس په توګه دنده ترسره کوله.
د باخترا ژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د ستري محکمې مستشار برید جنرال محمد نادر د استیناف محکمې نوی رېيس يو وړ کس وباله او په دنده کي يې ورته د بريا هيله وکړه.
هغه د ټولو عدلي او قضايي اروګانونو څخه هم غوښتنه وکړه چي د استيناف محکمې د نوي رېيس سره پوره همکاري وکړي.
په دغه غونډه کې د قندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب هم د استیناف محمکې د پخواني رېيس کړنې وستايلې او نوي رېيس ته يې په دنده کي د بريا هيله وکړه.
مرستيال والي عدلي او قضايي ارګانونه په خپلو چارو کي خپلواک وبلل او زیاته يې کړه چې ،هیچا ته به اجازه ورنکړي چي د عدلي او قضايي ارګانونو په چارو او پرېکړو کي مداخله وکړي.
په همدې مهال د قندهار د ولايتي شورا رېيس حاجي سيدجان خاکريزوال بیا د استيناف محکمې د نوي رېيس څخه غوښتنه وکړه چي د فساد مخه ونيسي او د خلګو دوسيې پر وخت وڅېړي.
خاکرېزوال وويل، تر دې وروسته به ولايتي شورا په عدلي او قضايي ارګانونو کي د فساد په اړه چپ پاتې نشي او په اړه به يې د جمهور رېيس سره خبرې کوي.
په دغه غونډه کې د استيناف محکمې مخکني رېيس قضاوتمن فضل الهادي فاضل هم وينا وکړه او زياته يې کړه چې په پوره توان يې هڅه کړې څو د خلګو دوسيې پر وخت وڅېړي او د فساد مخه ونيسي.
فاضل وويل، د خلګو د دوسيو د ژر څېړلو په موخه يې د عدلي او قضايي ارګانونو تر منځ همږغي پياوړې کړې او هره اوونۍ يې د خلګو ستونزي په مخامخ توګه اورېدلي دي.
د استيناف محمکې نوي رېيس ذبیح الله ابراهيمي بیا په خپلو خبرو کې د قندهار ولس ته ډاډ ورکړ چې د خلګو دوسيې به پر وخت څېړي، د فساد څخه به مخنيوی کوي او کمېشنکاران به د محکمې څخه بندوي.
د یادونې وړ ده چې د قندهار دپخواني رېیس تر څنګ د دغه ولایت د استيناف محکمې دننه او د يو شمېر ولسواليو قاضيان هم تغیر او تبديل شوي دي او پر ځاي يې نوي رېيسان او قاضیان په دندو ګمارل شوي دي.
پای/وصال
3 2 دقیقې لوستل