کابل / د چنګاښ ۲۶ / باختر
د قندهارپه ارغنداب ولسوالۍ کې په نویونښتوکې طالبانوته د سرزیان آوښتی دی.
د را رسېدولوخبرونوله مخې، په تېرو۲۴ ساعتوکې په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو په څومرکزونواو غونډو د هوا او ځمکې له لارې بریدونه شوي دي.
د ملي امنیت د صفر ۱ قطعې یوې سرچینې باخترآژانس ته وویل چې په دغو نویو نښتوکې ۳۶ طالبان ووژل شول او په لسګونوتنه نورټپیان شول .
هغه تایید کړه د قندهار لپاره د طالبانو د استخباراتو یومسوول ملانادرهم په وژل شویو کسانوکې شامل دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دی چې تراوسه د ارغنداب او سپین بولدک ولسوالیوځينې برخې د طالبانوترکنترول لاندې دي.
د هېواد په جنوب کې پوځي جکپوړي مقامات وايي چې د ارغنداب او سپین بولدک ولسوالیو ځينې برخې د نیولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
-ع