د قطر خيريه بنسټ دعامې روغتيا وزارت سره مرسته کوي
کابل / د چنګاښ ١٦مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر وحيد مجروح نن د قطرخيريه بنسټ اجراييوي رييس محمدعلي الغامدي سره وکتل.
په دې غونډه کې دواړو لورو دعامې روغتيا له وزارت سره د قطرخيريه بنست د ګډې همکارۍ او د دغه وزارت پر اړتياو خبرې وکړې.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سره په ځانګړي توګه د کرونا ويروس په لومړۍ څپه کې د قطر د مرستو له امله مننه وکړه او قطر يې د افغانستان د روغتيا په برخه کې يو مهم همکار وباله.
ډاکترمجروخ د قطر خيريه بنسټ سره د عامې روغتيا وزارت اړتياوې شريکې کړې او له الغامدي څخه يې وغوښتل چې د افغانستان دعامې روغتيا څانګه د تغذديې ، طبي تجهزاتو، د اکسيجن د توليد د دستګاو پيرودل، موروثي ناروغيو درملني د مرکز جوړول او د سرطان په ناروغۍ د اخته ماشومانو په تېره بيا د هډوکو د ماغزو تراسپلنت د درملني د مرکز جوړول په خپل لنډ مهاله او اوږد مهالو پلانونو کې شامل کړي.
محمدعلي الغامدي، له افغانستان سره د دغه بنسټ د دوامداره همکاريو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې ټاکل شوې ده د قطر خيريه بنسټ به په کابل کې يو دفتر جوړ کړي چې له افغان حکومت سره خپلې مستقيمې همکارۍ ته دوام ورکړي.
\ ذ