خبرونهاقتصادTOP

د قشقري د نفتو عواید به د سلطان ابراهیم د برېښنا بند، روغتون او سرپل کې د سړکونو د جوړولو په برخه کې و لګول شي

کابل، د غوايي ۳۱مه، باختر 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د سرپل له والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه سره په ‌کتنه کې د سرپل ولایت د کاني زېرمو د عوایدو د مدیریت په ځانګړي ډول د قشقري د نفتو په اړه خبرې وکړې.

دواړو لورو په دغه کتنه کې د قشقري د نفتو د عوایدو د لګولو څخه د سرپل ولایت د ودانولو او خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ، دغه راز یې د سرپل ولایت د خلکو د ستونزو د هوارولو د سلطان ابراهیم د برېښنا بند د جوړولو پرڅرنګوالي، د روغتون او سړکونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست همدارنګه د قشقري د ۶۰ زره ټنو خامو نفتو د پلور اعلان تر څنګ زیاته کړه؛ تمه ده،  چې د راتلونکي میلادي کال تر پایه پورې به په قشقري کې د نویو څاګانو پر کیندلو سره د نفتو د استخراج په برخه کې ډېروالی راشي، چې په دې سره به د عوایدو کچه هم لوړه شي، چې دغه عواید به د سرپل ولایت د ودانولو په برخه کې مصرف شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته