_ مسکو نړيوالې خبري منابع باختردتلې د مياشتې ٢ :
د قرغزستان جمهوررئيس الماس بيک اتمبايف د زړه د ناروغۍ له امله چې د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلې په ٧١ غونډه کې د ده د ګډون د پروګرام د لغوه کيدو سبب شو، د درملنې لپاره مسکو ته وليږدول شو.
د ايرنا دخبري سايټ دخبرله مخې:
د قرغزستان٦٠ کلن جمهور رئيس به د مسکو په مرکزي روغتون کې خپلې درملنه وکړي.
د روانې اوونۍ په پيل کې د قرغزستان د جمهور رئيس د سپرلۍ الوتکه چې امريکا ته روانه وه؛ د ترکيې په اتاترک هوايي ډګرکې بيړنۍ ناستې ته اړه شوه.
الماس بيک اتمبايف چې په ١٩٨٣ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ په وخت کې د قرغزستان پارلمان ته ورسيد؛ په ١٩٩١ ميلادي کال کې د کمونيزم له راپرځيدو وروسته په بېلابېلو پستونوکې دنده ترسره کړه، تر څو چې له ٢٠٠٩ څخه تر ٢٠١١ ميلادي کال پورې صدر اعظم شو او وروسته جمهوري رياست ته ورسيد.