ټولنه

د قرآن عظيم الشان د نهو تنو حافظانو د فضليت پګړۍ وتړل شوې

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٧ :
دقرآن عظيم الشان  نهه تنه  حافظان  د پروان ولايت   د نبي الرحمه  له خصوصي مدرسې څخه فارغ  او دهغوى  د فضليت پګړۍ  دعالمانوله خوا وتړل شوې  .
د پروان و لايت د پوهنې رييس زلمي شهيد دباخترآژانس خبريال ته وويل :
د قران عظيم الشان د نهو تنو حافظانو د نبي الرحمه  له خصوصي مدرسې څخه  دفراغت سندونه ترلاسه کړل  .
يوه اړونده خبر‌ځاى وويل: په دې مدرسه کې په لسګونو تنه ځوانان دکلام الله مجيد په   حفظ بوخت دي .
په هغې غونډه کې چې ددغو حافظانو دفضليت دپګړۍ دتړلو په مناسبت په  چاريکارو ښارکې  جوړه شوې وه ، څو تنو عالمانو د قرآن عظيم الشان دفضليت او معجزو په باب خبرې وکړې .
دغونډې په  پاى  کې دقرآن عظيم الشان دحافظانو دفضليت دپګړيو  دتړلو په ترڅ کې   برابر شوي ستاين ليکونه او سوغاتونه هغوى ته ورکړ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته