د قانون حاکمیت باید پیاوړی کړو
۱۰- کابل / د مرغومي ۱۷ مه / باختر
روانه اوونۍ د اساسي قانون اوونۍ ده او په دې ویاړ په ټول هېواد کې پرتمینې غونډې جوړېږي. که موږ اساسي قانون یادوو او اوونۍ یې نمانځو؛ نو باید تر هرڅه وړاندې د قانون حاکمیت پیاوړی کړو.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
دا ښه خبره ده چې د هېواد په رسمي تقویم کې یوه اوونۍ د اساسي قانون اوونۍ نومول شوې ده او په ټول هېواد کې نمانځل کېږي. هیله مو دا ده چې داسې نه وي چې اساسي قانون په کال کې یوځل د خلکو په یاد شي او نور بیا هېر وي. لویې جرګې ۱۷ کاله وړاندې اساسي قانون تصویب کړ. د ګڼو حقوق پوهانو په آند د افغانستان اساسي قانون له ولسواکو ارزښتونو او اصولو سره سمون لري او په سیمه کې یو له ډېرو ښو قوانینو بلل کېږي.
د افغانستان په اساسي قانون کې ملی حاکمیت تعریف شوی دی او دا ټکي په کې ښه په زغرده راغبرګ شوی دی چې ملي حاکمیت په ملت پورې اړه لري. همدارنګه د خلکو حقوق او د دولت مکلفیتونه هم په قانون کې روښانه دي. که موږ اوسنی نظام لرو؛ نو دا نظام د اساسي قانون پر بنسټ جوړ شوی دی. د افغانستان اساسی قانون د درې ګونو قواوو تفکیک په پام کې نیولی دی او د درې ګونو قواوو تفکیک د ولسواکۍ یو بنسټیز اصل دی. د همدغه اصل په رڼا کې نن د افغانستان نظام د درې ګونو قواوو د تفکیک پربنسټ ولاړ دی.
موږ حکومت لرو، ملي شورا لرو او ستره محکمه لرو. د هرې قوې واکونه، دندې او مسوولیتونه په اساسي قانون کې صراحت لري. د درې ګونو قواوو د تفکیک منطق په دې کې دی چې له یوې خوا هره قوه د ملت استازي کوي او له بلې خوا واک د یوې قوې په لاس کې نه وي، بلکې وېشلی وي او د هرې قوې د واک حدود معلوم وي او همدارنګه یوه قوه له بلې قوې سره هم همغږي ولري او هم د هغې د څار او کنټرول واک.
لکه پورته چې وویل شول؛ په افغانستان کې درې ګونې قواوې فعالیت لري. د اساسي قانون له مخې د افغانستان نظام، ریاستي دی، یانې جمهوررییس هم د حکومت مشري کوي او هم د درې ګونو قواوو مشري. هره قوه د خپلو واکونو او صلاحیتونوپه حدودو کې فعالیت کوي؛ منو چې هره قوه خپلې نیمګړتیاوې لري او په هغه توګه خپل مسوولیتونه ترسره کولای نه شي چې په اساسي قانون کې راغبرګ شوي دي. په ګڼو برخو کې ستونزې شته او باید د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره کار وشي.
که موږ وروستیو پرمختیاوو او په ځانګړي ډول هغو ستونزو او ناخوالو ته چې نن افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی، کتنه وکړو؛ نو ګورو چې ټولو د قانون د حاکمیت له ړنګېدو سرچینه اخیستې ده. کله چې په هېواد کې قانون له پامه ولوېد او ترپښو لاندې شو؛ نو ورسره جوخت ستونزې او ناخوالې راوټوکېدې.
که موږ نن غواړو دغو ستونزو او ناخوالو ته پای ورکړو؛ نو باید د قانون حاکمیت پیاوړی کړو، د هر ډول ناقانونیو مخه ونیسو، هغوی چې قانون نه مني، غاړه ورته نه ږدي او ماتوی یې، باید د قانون په رڼا کې وسره چلند وشي. موږ هغه مهال له ستونزو خلاصون موندلی شوو چې ټولې چارې له قانون سره سمې ترسره شي او ټول ولس د قانون رعایتول خپل ملي، اخلاقي او ایمانی مسوولیت وګڼي.
د اساسي قانون اوونۍ نمانځل ښه فرصت دی چې د قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شي او په دغو پروګرامونو کې خلکو ته د قانون اړتیا او ارزښت او همدارنګه د قانون د حاکمیت اړتیا تشریح شي او په دغه بهیر کې د خلکو پر نقش او رول هم خبرې او ټینګار وشي.
پای/ن.ش