کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
د ايران او ترکيې د ګډو ميراثونو په توګه په يونسکوکې د مولانا د مثنوي د ثبت په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش پيغام
په وروستيو ورځوکې په دې باب چې د ايران او ترکيې دولتونو وړانديزونو کړي دي چې د مولانا مثنوي د دغو دواړو هېوادونو د ګډ ميراث په توګه، د ملګروملتو د سازمان په روزنيز، علمي او فرهنګي سازمان يونسکوکې خپاره شوي رپوټونه، له شک پرته مثنوي، په معنوي مثنوي يا د مولانا مثنوي مشهور د عرفاني ادبياتو په برخه کې يوه بشري شهکاري ده چې نن ورځ نه يواځې د فارسي ژبې په حوزه کې، بلکې په نړيواله کچه د مفکورې د ژورتيا او د ژبني او ادبي بډاينې له پلوه لوړ شهرت پيدا کړى دى او موږ ډاډمن يو چې له دې وروسته به زموږ زمانه، د مولانا زمانه او زموږ پيړۍ، مثنوي پيړۍ وي.
زموږ د تمدن او فرهنګ ګډه حوزه وياړي چې دغه شان شهکاري يې د بشريت نړۍ ته وړاندې کړې ده. د يونسکو له سازمان څخه هم ډيره مننه کوو چې ٢٠٠٧ ميلادي کال يې د مولانا په نامه ونوماوه او اوس هم د مولانا د مثنوي د ثبت په لټه کې دى. خو له بله پلوه هيڅوک هم نه شي کولاى سترګې پټې کړي چې افغانستان د مولانا اصلي ټاټوبى دى او موږ مولانا جلال الدين محمد بلخي په ٦٠٤ هجري قمري کال کې يا ١٢٠٧ ميلادي کې په بلخ کې وزيږيد او د ده د پلار سلطان العلما بهاءالدين خانقا د افغانستان په بلخ ولايت کې ده او همدا اوس د افغانستان او ترکيې د هېوادونو له خوا په ګډه د مولانا د دغې خانقا او ټاټوبى د بيا جوړولوطرحه ترکار لاندې ده او په حقيقت کې بلخ او قونيه د دوو مکاني مبدا او مقصد د سيمو په توګه، دواړه د مولانا او د هغه د شهکاريو په ظهور او څرګنديدوکې ارزښتناک رول لري. له دې امله ډيره غير منصفانه ده چې په يونسکوکې د مثنوي په ثبت کې په افغانستان هم دمولانا داصلي ټاټوبي په توګه او هم د فارسي ژبې او ادبياتو د يوه اصلي مرکز په توګه سترګې پټې شي.
زموږ په نظر دغه وړانديز د هرچا له خوا چې شوى وي؛ په بشپړه توګه يو اړخيز، ناموجه، غير دوستانه او د همغږۍ او د ګډې تمدني حوزې پرخلاف دى او د افغانستان په مسلمو فرهنګي او تاريخي حقوقو سترګې پټول بلل کيږي .
موږ په دې ترڅ کې چې مولانا ته د درناوي او ډيرې ارزښتناکې او بې سارې انساني مفکورې ته د درناوي په خاطر د يونسکو له سازمان او د ترکيې او ايران له دولتونو څخه د زړه له کومې مننه کوو؛ په جدي توګه د يونسکو د باوري سازمان له عمومي مديرې ميرمن ايرينا بوکوا، د ترکيې له جمهور رييس رجب طيب اردوغان او د ايران د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس ډاکتر روحاني څخه غواړو چې په دې وړانديز نوى نظر وکړي. موږ په دې باور يو چې د مولانا مثنوي بايد په ګډه د افغانستان، ترکيې او ايران په نامه او د سيمې د ګډ فرهنګ او تمدن د څرګندوى او د بشري مفکورې د وياړ په توګه ثبت شي .
5 2 دقیقې لوستل