امنیت

د قاري امين الله طيب د تروريستي شبکې پنځه تنه غړي ونيول شول

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٧  :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو په دوو جلاجلا اقداماتوکې دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا د تخار ولايت لپاره دنومول شوي والي قاري امين الله طيب د تروريستي شبکې پنځه تنه غړي ونيول.
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
نيول شوي کسان د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسيدونکي د عسکر په مستعار نامه  عبدالرزاق او د عاشق الله په مستعار نامه محمدطيب ، دتخار ولايت د درقد ولسوالۍ د قره تيپې دکلي اوسيدونکي محمدرسول  او خادم الله او د دشت ارچي ولسوالۍ د چيچکه دکلي اوسيدونکى د خنجر او صبور په مستعار نامه سميع الله دي.
دغو کسانو د دولتي اشخاصو د ترور، په واټونوکې د ماين ښخولو او ښوونځيو ته د اور اچولو په ګډون تروريستي فعاليتونوکې ونډه لرله چې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا د تخار ولايت د دشت قلعه او خواجه غار د ولسواليو په مربوطاتو کې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته