ټولنه

د فيروزکوه کروندې خړوبې شوې

کابل باختر دغبرګولي درې ويشتمه :
د پوزې ليچ او د سياه سنګ په کانالونو کې د اوبو  په پيداکېدو سره د غور ولايت  د مرکز فيروز کوه ښار د بزګرانو کروندې خړوبې شوې .
د روان کال د باران اورښتونه او دغه راز د ويالو جوړول د دې سبب شوي دي، چې  کروندو ته اوبو ورسېږي .
د غور ولايت دکرنې او اوبولګولو د رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې، په دغو کانالونو کې د اوبو په جريان سره  دکرنيزو ځمکو ، بڼونو او په دولتي بنسټونو کې د شنو ساحو د خړوبولو په خاطر د اوبو له نشتوالي څخه د غور ولايت د مرکز او د فيروز کوه د اوسيدونکو انديښنې  لرې کېږي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته