ورزش

د فوټسال د شل کلنو ملي ټيم له اندونیزیا ټیم سره سیالي کوي

 کابل/ باختر/ د غبرګولي ٣٠مه
د هېواد د فوټسال د شل کلنو ملي ټيم نن د آسيا جام سياليو په وروستۍ نیمه پایلوبه کې د اندونیزیا له ټیم سره سیالي کوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه لوبه د ایران په تبریز ښارکې د افغانستان په وخت له غرمې وروسته په درې بجو او دېرشو دقیقو پیلیږي.
د دغو سیالیو په بله لوبه کې، د ایران د فوټسال د شل کلنو ملي ټیم د چاپان له ملي ټیم سره سیالي کوي.
د دغو دوو لوبو ګټونکي به د سیالۍ وروستي پړاو ته صعود وکړي.
  پای /شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته