ورزش

د فوټسال دلومړي لاس دغوره ليګ سيالۍ په هرات ولايت کې دوام لري.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
د  فوټسال د لومړي  لاس غوره سياليو  پرون  په   هرات   ولايت کې په نهو لوبو    سره دوام وموند.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دغو سياليو کې د آزاده ګانو ،  اشراق ،  دوستانو ،  ذوالفقار، عرفان ، ميهن ، وحدت، پيمان  او داستقامت ټيمونو وکولاى شول پرخپلو سيالانو بريالي  شي.
دغه سيالۍ دڅلرويشتو ټيمونو ترمنځ په  هرات ولايت کې پيل شوي  دي چې په اوونۍ کې يوځل دجمعې په ورځو دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته