ورزش

د فوټبال غوره ليګ د سپين غربازانو او سيمرغ البرز د ټيمونو ترمنځ په لوبې سره پيليږي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
د هېواد د فوټبال د غوره ليګ د سياليو پنځم پړاو سبا په کابل کې پيليږي.
باختر آژانس خبر راکړ:
د افغانستان فوټبال د غوره ليګ د سياليو پنځم پړاو د سپين غربازانو او سيمرغ البرز ټيمونو په لوبې سره د فوټبال فدراسيون په لوبغالى کې پيليږي.
د فوټبال چارواکو وويل: په دغو سياليوکې د افغانستان د زونونو په استازيتوب اته ټيمونه ګډون کوي.
دغه ټيمونه توفان هريرود، شاهين آسمايي، سيمرغ البرز، سپين غربازان، موج هاى آباسين، ميوند اتلان، موجهاى آمو او عقابان – هندوکش دي چې له يوبل سره سيالي کوي او د دغو ټيمونو غوره لوبغاړي به د هېواد د فوټبال ملي ټيم ته لاره ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته