د فوټبال د څوارلس کلنو ځوانانو ټيمونه دوه لوبه کوي
کابل باختر د چنګاښ اتمه:
د څوارلس کلنو ځوانانو د فوټبال د جام سيالۍ نن مازيګر په هرات کې په دوو لوبو سره دوام مومي .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دافغان تيم داستقلال له ټيم سره او دجامي ټيم د آرش له ټيم سره لوبه کوي .
د څوارلس کلنو ځوانانو د فوټبال د جام سيالۍ څه موده مخکې د شپاړلسو ټيمونو په ګډون په هرات ښارکې پيل شوې دي چې په پرونيو لوبوکې د سرخ پوشانو ټيم د صفر په وړاندې په څلورو سره د کوثر ټيم ته ماتې ورکړه او د پيروزي او باختر ټيمونو لوبه په يو يو ګول سره برابره پاى ته ورسوله .