د فوټبال او فوتسال سياليو په هرات ولايت کې دوام وکړ

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٤
د تنکيو ځوانانو د فوټبال سيالۍ نن په هرات ولايت کې په دوو لوبو سره دوام مومي.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې لومړى د خراسان ټيم د افغان له ټيم سره او په بله لوبه کې د سرخ پوشانو ټيم د جامي له ټيم سره لوبې کوي.
دغه سيالۍ د دوه ويشتو ټيمونو ترمنځ له څه مودې راپه دې خوا په هرات ولايت کې پيل شوې دي .
ديوبل خبرله مخې: د فوتسال د دويم لاس سياليو پرون په هرات ولايت کې په دريو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د ذوالفقار ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د کوثر ټيم ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې د راهيان نور ټيم د يوې په وړاندې په اووه سره د امام فخر پر ټيم بريالى شو او په وروستۍ لوبه کې د پيمان ټيم د يوې په وړاندې په دوو سره د اشراق پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د څليرويشتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د آزادي ټيم د ميهن له ټيم سره، د پيمان ټيم د ذوالفقار له ټيم سره او د امام فخر ټيم د وحدت له ټيم سره لوبې کوي.