سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د فساد له اړخه د نړۍ پاک هېواد ډنمارک نه؛ بلکې افغانستان دی

تبصره
د روڼتیا نړیوال سازمان د ٢٠٢٣ زیږدیز کال په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان تېر کال د فساد په برخه کې د نړۍ په ١٨٠ هېوادونو کې ١٦٢م ځای خپل کړی او د تېر کال په پرتله په کې فساد کم شوی دی.
یاد سازمان ویلي، چې افغانستان تېر ٢٠٢٢ کال کې ۱۵۰ ځای درلود او په ٢٠٢٣ زیږدیز کال کې د منفي ٤ نمرو په ترلاسه کولو سره ١٦٢ مقام ته رسېدلی دی.
دغه سازمان د فساد له اړخه د نړۍ پاک هېواد ډنمارک او ډېر ککړ هېواد سومالیا اعلان کړی، هغه اعلان چې سم نه دی.
ولې سم نه دی؟
د روڼتیا نړیوال سازمان په دغه راپور کې د افغانستان وضعیت په سمه توګه نه دی ارزولی او دلته د نشه یي توکو د کر، تولید او کاروبار مخنیوی او صفر ته راټیټول، د زورواکۍ او د قدرت د جزیرو له منځه وړل، د ګمرکي عوایدو په راټولولو او بېرته مصرف کې شفافیت، د افغانیو متوازن ارزښت ساتل، په بریالۍ توګه د لویو بنسټیزو پروژو تطبیق او داسې نور ډېر فعالیتونه، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې په بریالۍ توګه ترسره شوي او اکثریتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو پرې هم اقرار کړی، مد نظر نه دي نیولي او که چېرې دغه سازمان په سمه توګه دلته د اداري فعالیتونو سمه ارزونه وکړي، نو جوته به شي، چې تر ټولو روڼ هېواد ډنمارک نه؛ بلکې افغانستان دی.
او بل دا چې اسلامي امارت په افغانستان کې په داسې مهال واک ترلاسه کړ، چې پر اداري فساد یو ککړ نظام په کې له سختې ماتې سره مخ شو، نو په دومره کم وخت کې د فساد د مخنیوي په برخه کې دومره اوچت ګامونه د دې ثبوت وړاندې کوي، چې اوسنی نظام په دغې برخه کې غوڅ بریالی دی او دلته هېڅ داسې کومه نښه نښانه نه لیدل کیږي، چې د لږ فساد د شتون شاهدي ورکړي، نو ځکه ویلی شو، چې افغانستان د ځمکې پر مخ د فساد د نشتون او زوڼتیا له اړخه لومړی هېواد دی.
افغانستان کې ولې فساد له منځه ولاړ؟
دا ځکه چې اوس مهال افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او د اسلام مبارک دین او واقعي انسانیت د دې کړنې اجازه نه ورکوي او بل دا چې د امارتي نظام چارواکي/مامورین د خلکو له منځه د خلکو په خدمت کې دي او د دوی وجدان دا اجازه نه ورکوي، چې خپلو خلکو ته د خدمت په لاره کې د فساد ترسره کړي.
نو په کار ده، چې د روڼتیا نړیوال سازمان راتلونکي کې د افغانستان اداري سیستم سم و ارزوي او حقایقو ته متوجه شي.
افغانستان کې فساد نشته

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته