امنیت

د فساد داطلاع ورکوونکو د ملاتړ د قانون مسوده د عدليې وزارت ته وسپارل شوه

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٣
د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د څيړنې او څارنې د ګډې خپلواکې کميټې مشرتابه هيئت نن د عدليې له وزير ډاکتر عبدالبصير انور سره په کتنه کې د ادارې فساد د اطلاع ورکوونکو د ملاتړ د قانون مسوده هغه ته وسپارله.
د عدليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې له ادارى فساد سره د مبارزې د څيړنې او څارنې د ګډې خپلواکې کميټې رييس محمد ياسين عثماني د عدليې له وزارت څخه وغوښتل چې دغه مسوده په خپلو کاري لومړيتوبونوکې ونيسي.
په دې کتنه کې د عدليې وزير طرحه کړه: موږ د فساد د له منځه وړلو په لاره کې ملت او نړيوالې ټولنې ته ځواب ورکوونکي يو.
ده وويل: کلکه او صادقانه اراده شته چې له هيواد څخه د فساد ټغر ټول شي.
په دې کتنه کې د قوانينو او مسودو د برابرولو تخنيکي مسئلو په باب هم خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته