کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، نن په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د سفارت له شارژدافیر «باوو ژو هوی» سره وکتل.
په دې کتنه کې، د چین سفارت شارژدافیر وویل: “چین او افغانستان ګډ کلتوري مشترکات لري او د تاریخ په اوږدو کې ښه روابط سره پاللي او خوشحاله یوو چې افغانان له کلونو وروسته اوس په سوله او امنیت کې ژوند کوي.”
هغه زیاته کړې چې هېواد یې غواړي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره خپل فرهنګي اړیکې پراخې کړي او په همدې خاطر راتلونکې اوونۍ به د چین د لرغونپوهنې ادارې یو ګډ مسلکي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي چې دلته د تاریخي آبدو، ملي موزیم او مس عینک کې د تاریخي آثارو په استحکام او ساتنه کې له افغان لرغونپوهانو سره ګډ کار وکړي او په خاص ډول د مس عینک پروژې چارو ته چټکتیا ورکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین هم، افغانستان د تاریخي آبدو او آثارو له پلوه یو بډای هېواد یاد کړی او په دې برخه کې یې د چین همکاري او مرسته اړینه بللې ده.
هغه تمه ښودلې چې د افغانستان ګڼې لرغونې سیمې او تاریخي آبدات د چین په مرسته ورغول شي او په وینا یې، دغه هېواد په دې برخه کې له مسلکي او فني اړخه لوړ ظرفیتونه او وړتیاوې لري.
مولوي عزیزي دغه راز، افغانستان ته د چینایي لرغونپوهانو راتګ مهم ګام بللی او ژمنه یې کړې چې دوی ته به لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
20 1 دقیقه لوستل