کابل/ د ليندۍ ٦مه/باختر
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د فرهنګ او هنر د کارکوونکو ملاتړ او د هنرمندانو او فرهنګيانو د کورنيو د ژوندانه ښه والي ته پاملرنه د سيمه ييزې ادارې له کاري لومړيتوبونو څخه وبلله.
د هرات والي د سيمه ييز سندرغاړي او د هېواد د سينما او تياتر د سابقه لرونکي هنرمند ارواښاد استاد محمد قاسم مسرورله کورنۍ سره په کتنه کې د ارواښاد هنرمند کارونه او خدمتونه تلپاتې وبلل او د جمهوري رياست نغدي مرسته يې د هغوې کورنۍ ته ورکړه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د ارواښاد استاد مسرور د کورنۍ د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ.
استاد محمد قاسم مسرور د هېواد له محبوبو هنرمندانو څخه و چې څه موده مخکې په هرات کې وفات شو.
پاىج ذ
1 1 دقیقه لوستل