د فرهنګي همکاريو په باب غور وشو
کابل باختر د وږي دمياشتې ٤ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن په کابل کې د عربي متحده اماراتو له سفير سره وکتل او د فـــرهنګي اړيکــــو د پراختيا په باره کې يې خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معين زردشت شمس او د دغه وزارت د خپرونو سلاکارمحب الله ذاکر هم برخه لرله؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په بېلابېلو برخو په تېره بيا په فرهنګي برخه کې د عربي متحده اماراتو د همکاريو له امله قدرداني وکړه او د افغانستان او د عربي متحده اماراتو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارتونو ترمنځ يې د فرهنګي اړيکو د لازيات ټينګښت او پراختيا هيله وکړه.
دغه راز په دې کتنه کې د اسلامي دورې د آثارو د ترميمولو او د ملي آرشيف دخطي نسخو د ديجيتل کولو په برخه کې دعربي متحده اماراتو د همکاريو او د دواړو هېوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارتونو ترمنځ د فرهنګي همکاريو د تفاهم ليک د لاسليک کولو په اړوندخبرې وشوې.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د عربي متحده اماراتو د هغو مرستو له امله چې نږدې دوه کاله مخکې يې له دغه وزارت سره د راډيويي خپرونو د څلورو دستګاوو مرسته کړې وه؛ قدرداني وکړه.
دغه راز دغه تجهيزات چې نږدې دوه کاله مخکې يې دغه وزارت ته سپارلي و، په مناسب ځاى کې نه و ساتل شوي او هم مفصل لست يې په واک کې نشته.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير د اماراتو له سفيرڅخه د تجهيزاتو د مفصل لست غوښتنه وکړه او له هغه څخه يې هيله وکړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دغه پروژه بشپړه او عملي کړي.
د عربي متحده اماراتو سفير د دې ترڅنګ د افغانستان او د عربي متحده اماراتو ترمنځ د فرهنګي همکاريو پراختيا ارزښتناکه وبلله اوپه دغو برخوکې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ته د متحده عربي اماراتو د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز ده د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني ته بلنه ورکړه چې د يو هيئت په مشرۍ دې په نږدې راتلوونکې کې د عربي متحده اماراتو د نړيوالو څيړنو مرکز او د شيخ زاهد پوهنتون وګوري.