فرهنګ

د فرهنګي میراثونو ساتنه، د ټولو ګډ ملي مسوولیت دی

کابل/ د وږي ۲۵ مه/ باختر
د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ملاتړ ټولنې د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې په موخه د عدالت غوښتنې یوه غونډه جوړه  کړې وه او ویناوالو په کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو پر ساتنې کلک ټینګار وکړ.
د باخترآژانس مفسر د فرهنګي میراثونو د ساتنې اړتیا او ارزښت ته کتنه کړېده اولیکي:
د فرهنګي میراثونود ملاتړ ټولنې په نوښت او مدیریت رابلل شوې غونډه په ملي موزیم کې جوړه شوې وه. داسې ښکاري چې د غونډې ځای په تصادفي توګه نه و غوره شوی، بلکې دا ځای له یوې ټاکلې موخې سره غوره شوی و. ملي موزیم د افغانستان د تېر تاریخ او فرهنګي میراث ټولګه او هنداره ده، خو له بده مرغه په اویایموکلونو کې، چې د واک پر سر په کابل کې جګړو زورواخیست، ټوپکوالو ملي موزیم لوټ کړ، تاریخي آثار یې یا بهر ته قاچاق کړل او يا لیلام یې کړل اویا یې په ډېرې بې رحمۍ له منځه یوړل. نو د غونډې جوړوونکو هرومرو غوښتل په ملي موزیم کې د فرهنګی میراثونو د ساتنی د ملاتړ ټولنې د غونډې په جوړولوسره هېواوالو او نړیوالو ته دا پیغام ورسوي چې باید اجازه ورنه کړي ملي موزیم یو ځل بیا لوټ او تالان شي او آثار یې بهر ته قاچاق شي.
منو چې په جګړه کې هرڅه زیان مومي، تاریخي آثار هم خوندي نه پاتې کېږي؛ خو که موږ د افغانستان د تاریخي آثارو بې رحمه لوټ تالان او ويجاړولو ته ځغلنده کتنه وکړو، نو هرومرو دې پایلې ته رسېږو چې دلته یوازې جګړه نقشن نه لري، بلکې دلته د افغانستان د تاریخ او فرهنګ پرخلاف د یوې پراخې دسیسې خبره مطرح ده چې جګړې د دغې دسیسې عملي کولو ته لاره پرانیسته. په بامیانو کې د بودا تاریخي مجسمه چې نه یوازې د افغانستان یو بې ساری فرهنګي میراث بلل کېده، بلکې یو ښه پېژندل شوی نړیوال فرهنګي میراث و، ونړول شوه، د هډې تاریخي موزیم لوټ شو، تاریخي څلي او نورې آبدې ویجاړې شوې، د میرزکې خزانه لوټ تالان شوه، د هېواد په ګڼو سیمو کې په خپل سرکیندنې ترسره شوې. دا نوملړ زښت اوږد دی. هغه غمیزه چې زموږ فرهنګي میراث وزغمله او له بده مرغه لا یې زغمي، ښایي د نړۍ د کوم بل هېواد فرهنګي میراثونه ورسره مخ شوي نه وي. موږ باید له دې غمیزې درس او پند واخلو او بیا هېچا ته اجازه ورنه کړوچې زموږ فرهنګي میراثونه  لوټ کړي، ویجاریې کړي، قاچاق یې کړي.
هرفرهنګي آثر او آبده په حقیقت کې زموږ د ویاړلي تاریخ یوه پاڼه ده، که خدای مه کړه  دا آثر له منځه ځي او دا آبده ویجاړېږي، نو مانا یې دا ده چې زموږ د تاریخ یوه پاڼه له منځه ځي او د تاریخ د پاڼې له منځه تلل د دې مانا لري چې زموږ د نسلونو تر منځ تاریخي تسلسل شلېږي، فرهنګی تسلسل شلېږي، د ارزښتونو تسلسل شلېږي او د دې پایله بیا دا راوځي چې نوی نسل د خپل هویت په لټولو پسې سرګردانه کېږي. نو له دې امله موږ پرې نه ږدو چې فرهنګي میراث مو لوټ تالان شي.
د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې عامه پوهاوی ستر نقش لري. هر افغان باید د تاریخي آثارو او فرهنګی میراث د ساتلو اړتیا او ارزښت درک کړي او په دې برخه کې خپل مسوولیت ته ځیرشي او هغه په ښه توګه سرته ورسوي.
پاى-ن-ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته