د فرهنګي ميراثونو ملي ورځ ونمانځل شوه

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه : نن په بلخ ولايت کې دفرهنګي ميراثونو ملي ورځ ونمانځل شوه. دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دغه ورځ دمدني ټولنو د فعالينو او دفرهنګي ميراثونو او د لرغونو اثارو د ملاتړو بنسټونو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. د دغې غونډې برخه والو دطالبانو له خوا دباميانو دبوتانو ويجاړول وغندل او له مرکزي دولت او د يونسکو له فرهنګي سازمان څخه يې وغوښتل چې دتاريخي څلو دترميمولو او د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په لاره کې هلې ځلې وکړي. دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس صالح محمد خليق په دې غونډه کې وويل ؛ طالبانو دافغانستان دملي او تاريخي هويت دله منځه وړلو په خاطر زموږ دهېواد دملي او تاريخي اثارو په ويجاړولو اقدام وکړ ،چې د دوى دغه عمل هيڅکله د افغانستان د خلکو او له نړيوالې ټولنې څخه نه هيريږي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته