کابل باختر دکب يوولسمه :
دفرهنګي ميراثونو دملاتړ دنړيوالې ورځې دنمانځنې لپاره دلازمو تدبيرونو دنيولو په مقصد نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي معين پوهنوال محمد رسول باوري په مشرۍ غونډه وشوه .
دفرهنګي ميراثونو دملاتړ نړيواله ورځ راتلونکي اوونۍ په کابل کې نمانځل کيږي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې پوهنوال محمد رسول باوري وويل چې دخلکو له ملاتړ پرته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوازې دهېواد دفرهنګي او لرغونو ميراثونو دساتنې وس نه لري .
پوهنوال باوري درسنيو رول ته هم اشاره وکړه او ويې ويل رسنۍ دې بايد دذهنونو په روښانولو کې هلې ځلې وکړي او خلک پوه کړي چې دهېواد فرهنګي ميراثونه دافغانستان دملي او نړيوال هويت ښکارندوى دى .
دغوڼدې په پاى کې پريکړه وشوه چې موظفې کميټې دې ددغې ورځې دښه لمانځنې په لاره کې عملي اقدامات وکړي .
3 1 دقیقه لوستل