کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر
د انټرپول پوليسو د فراه ګمرک يو پخوانى کارکوونکى پرون د دغه ولايت پوليسو ته وسپاره.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختر آژانس ته وويل چې د ګمرک دغه کارکوونکى د جرم د ترسره کولو او له وظيفوي صلاحيت څخه له ناوړې استفادې وروسته ايران ته تښتيدلى و چې د انټرپول پوليسو د هڅو په پايله د فراه د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت په غوښتنه د ايران په يزد ښار کې ونيول شو او د فراه پوليسو ته وسپارل شو.
د هغه نسبتي دوسيه د فراه څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ