د فراه ښاروالۍ عوايدکم شوي دي

کابلباختردسلواغې  دمياشتې  ١٠ :
د فراه ښاروالۍ مسوولين وايي چې د دغې ښاروالۍ عوايد د تېرکال په پرتله په سلوکې شپږکم شوي دي .
دوى ددغې ادارې دعوايدودکمښت علت د مالياتو او د ټکس د ورکولو په برخه کې دښاريانو نه همکاري بولي.
د فراه ښاروالۍ مرستيال عبدالرحيم باخترآژانس ته وويل: له محاسبې سره سم په روان کال کې د فراه ښاروالۍ يوسلوشپږ څلويښت مليونه افغانۍعايدترلاسه کړى دى .
ده زياته کړه: ترلاسه شوي ارقام ښيي  چې د فراه ښاروالۍ عوايد دتېرکال په پرتله په سلوکې شپږ کم شوي دي .
د فراه ښاروالۍ مرستيال ددغو عوايدو دکمښت اصلي علت د ښاريانو له خوا د مالياتو نه ورکول وبلل او ويې ويل: که چيرې ښاريان خپل ټکس اوماليات په خپل وخت ښاروالۍ ته ورنه کړي؛ ښاروالۍ به په تشو لاسونو ونه کړاى شي لکه څنګه چې  لازمه ده په دغه ولايت کې ښاري خدمتونه ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته