خبرونهټولنه

د فراه په مرکز کې ۳۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د فراه ولايت د مرکز اړوند په دوست محمد کلي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو يوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د يادې شبکې د ګټې اخيستنې پر مهال د فراه د کليو، بيارغونې او پراختيا رئيس مفتي محمد نسيم سرهنګ وويل چې ياده شبکه د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ میاشتو په موده کې جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د کور په کور اوبو رسولو ياده شبکه په يو وخت کې د ۲۰ متره مکعبه اوبو په ځايولو سره د دې کلي ۳۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.
بل خوا د سیمې اوسیدونکي بيا د يادې شبکې په جوړېدو خوښي وښوده او په ياد کلي کې د روغتيايي مرکز او دارالحفاظ د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته