د فراه په اناردرې کې د افغان ځواکونو عمليات دوام لري
٣١- کابل/ د مرغومي١٦مه / باختر
د فراه ښار د کمربند د پياوړتيا او له فراه ښار سره د انادرې ولسوالۍ د تګلوري د امنيت د تامينولو په مقصد په دغې ولسوالۍ کې چاڼيزعمليات پيل شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل چې پوځيانو په دغو عملياتو کې له څو واټونو څخه د دښمن له خوا له ښخ کړاى شويو ماينونو څخه پاک کړل.
د محب د څرګندونوله مخې؛ په دغو عملياتو کې د دښمن يوشمېر سنګرونه او جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي.
په دغو عملياتو کې پوځيان بريالي شول د اناردرې ولسوالۍ پرسړک د وسله والو طالبانو له لورې ښخ کړاى شوي ماينونه کشف اوشنډ کړي او اوس خلکو ته هيڅ راز خطرشتون نلري.
د يادونې وړ ده چې د فراه د انادرې ولسوالۍ په دې وروستيو وختو کې د وسله والو مخالفينو تر ګواښونو لاندې وه چې د يو سرتيري په شهادت سره د وسله والو طالبانو د بمي موټر د بريد مخه ونيول شوه.
پاى \ج \ذ