د فراه ولایتي روغتون ته ۳۵۰ کیلو واټه برېښنا برابره شوه
کابل د لړم ۱۵مه، باختر
د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له ولایتي روغتون ته ۳۵۰ کیلو واټه برېښنا برابره شوې ده.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي احسان الله شاکر د باختر آژانس خبریال ته ويلي چې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۴۱ زره ۷۵۰ امریکايي ډالرو په لګښت د فراه ولایتي روغتون ته ۳۵۰ کیلو واټه برابره شوې ده.
ورته مهال د ولایتي روغتون ډاکټران د یادې برېښنا په برارېدو خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د دغې برېښنا په برابرېدو سره به یې په دغه برخه کې شته ستونزې حل شي.