د فراه ولايت يوشمېر خلکو دملي پيوستون دپروګرام له آسانتياوو څخه ګټه واخيسته
کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٥ :
په فراه ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام د ٤٢ ټولګټو پروژو کار بشپړ او له آسانتياوو څخه يې ددغه ولايت يوشمېرخلکو ګټه واخيسته.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ: د٤٥مليونو او ٧٠٠زرو افغانيو په لګښت ددغو پروژو کار د فراه ولايت په پرچمن ولسوالۍ کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژوکې دپلګوټو، محافظوي ديوالونو او د اوبولګولو دکانالونو جوړول شامل دي.
دملي پيوستون پروګرام په فراه ولايت کې دفعاليت دپيل له وخت څخه تراوسه پورې١٩٥٠ ټولګټو پروژو کار چې دترانسپورت، اوبولګول، بريښنا او د کليوالي ژوندانه او پراختيا برخې پکې شاملې دي؛ بشپړ او د دغه ولايت د خلکو د استفادې وړ ګرځولې دي.