سیاست

د فراه نوی والي معرفي شو

کابل / د وږي ۳۱ مه / باختر
تاج محمد جاهد چې د فراه نوى والي ټاکل شوی دی، پرون يې خپل کار په رسمي ډول پیل کړ.
د باختر اژانس د سیمه یيز خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د فراه د ملکي او پوځي مسوولانو، قومي مشرانو او مخورو، ښځو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه؛ د سیمه یيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسۍ او مسلکي معین محمد سرور جوادي، تاج محمد جاهد د فراه د نوي والي په توګه د دغه ولایت مسوولانو او کارکوونکو ته معرفي کړ.
تاج محمد جاهد، د فراه خلکو ته ډاډ ورکړ چې د امنیتي حالاتو د ښه والي لپاره له امنیتي او دفاعي بنسټونو سره په همغږۍ به هېڅ راز همکارۍ ونه سپموي.
پاي/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته