سیاستخبرونهTOP

د فراه لپاره نوی والي بلخ او نيمروز لپاره نوي امنيه قوماندان وټاکل شول


کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندې ټاکنې وشوې:
۱ـ د فاریاب ولایت د لومړۍ پلې لواء مخکېنی قومندان مولوي غوث الدین رهبر، د فراه ولایت د والي په توګه.
۲ـ د هرات ولایت مخکېنی ښاروال حاجي عبدالرازق راشد، د بلخ ولایت د امنیه قومندان په توګه.
‏۳ـ د بلخ ولایت مخکېنی امنیه قومندان ملا عبدالظاهر مدثر، د نیمروز ولایت د امنیه قومندان په توګه.
۴ـ د کندهار مخکېنی ښاروال ملا نعمت الله حسن، د هرات د ښاروال په توګه.
۵ ـ د کندهار ولایت مخکېنی مستوفي ملا حکمت الله، د کندهار د ښاروال په توګه.
‏۶ـ د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مخکنی رئیس حافظ نور احمد سعید، د همدې ولایت د مستوفي په توګه وټاکل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته