د فراه – فراه رود سړک د بیا رغولو چارې پيل شوې
کابل، د کب ۱۶مه، باختر
د فراه ولایت د ټولګټو چارو رياست له لوري د څه باندې ۴ ميليونه افغانيو په لګښت د فراه – فراه رود سړک د بیا رغولو چارې پيل شوې.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رئيس مولوي عبدالمالک معتصم باختر آژانس ته وویل چې د ياد رياست له لوري د ۴.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ۶۸ کيلو متره په اوږدوالي د فراه – فراهرود سړک د داغګیرۍ چارې پيل شوې.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د دغه سړک د بیا رغولو چارې به شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام ومومي.