د فراه – فراه رود د سړک په تګلوري کې شپاړس پلګوټي ورغول شول
![Bridge](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2022/06/bridge-1-720x470.png)
کابل، دغبرګولي٣١مه، باختر
د فراه د فواید عامې ریاست چارواکو پرون د دغه ولایت د فراه – فراه رود سړک په تګلوري کې د ۱۶ پلګوټو د بيارغاونې خبر ورکړ.
د فراه د فواید عامې رئیس مولوي عبدالمالک معتصم باخترآژانس ته وویل، چې دغه پلګوتي په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي و.
معتصم زياته کړه، دغه رياست د فراه – رود د سړک په تګلوري کې ١٢پلګوټي او دغه ولايت په ريګي کوچک سيمه ٤ پلګوټي بيارغولي دي.
د فراه د فواید عامې د رئیس په خبره، د فراه- فراه رود ٦٩ کیلومتره سړک د فراه د سوداګرو په مالي مرسته ترمیمېږي چې کار به يې ډېر ژر پیل شي.
د هغه په وينا، د دغو پلګوټو په ترميم او بيارغونې سره د فراه- هرات او کابل- فراه د موټر چلوونکو ستونزې هوارې شوې دي.
\ ذ