د فراه عامې روغتیا ریاست ته د څه باندې ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي وسایل او ماشینونه و سپارل شول
کابل، د لړم ۲۸مه، باختر
د فراه د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د فراه ولایتي روغتون په ګډون ټولو روغتیایي مرکزونو ته د څه باندې ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي وسایل او ماشینونه سپارل شوي دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي احسان الله شاکر د باختر آژانس خبریال ته وویل چې فراه ولایتي روغتون او نورو روغتیايي مرکزونو ته د نړیوال بانک او نورو بېلابېلو موسسو په مالي ملاتړ د ۳۲۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي وسایل او اړوند توکي سپارل شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دې وسایلو کې د سنوګرافي ماشینونه، د عملیاتو مېزونه، د بستر کټونه، جنکسپرت دستګاه، د ۳۵۰ کیلو واټه بریښنا ماشین او یو شمېر نور اړین طبي او غیر طبي وسایل شامل دي.
هغه زیاته کړه چې د فراه ولایت د روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره د دې وسایلو سپارل یو مهم ګام دی، چې د ناروغانو د درملنې په برخه کې به ډېره اسانتیا راولي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د فراه ولایت د ۱۰ روغتیایي مرکزونو لپاره د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې، همدارنګه، د پرچمن ولسوالۍ د روغتیایي مرکز لپاره یوه امبولانس مرسته هم شوې ده، چې د روغتیایي خدمتونو په ښه والي کې به د پام وړ ونډه ولري.