امنیت

د فراه د ولايتي شورا رييس او څو تنه نور مقامات د هليکوپټر د راغورځيدو په پيښه کې ووژل شول

کابل باختردلړم دمياشتې ٩نيټه :
د فراه د ولايتي شورا رئيس او د هېواد د لويديځ څو تنه نور پوځي او ملکي مقامات د دوى د سپرلۍ د هليکوپټر د راغورځيدو په پيښه کې ووژل شول.
د فراه د ولايتي شورا غړې جميلې اميني او د ظفر قول اردو مرستيال هم د دغې هوايي پيښې په قربانيانوکې شامل دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: ټاکل شوې وه دغه مقامات له فراه ولايت څخه د هرات ولايت ته لاړ شي چې د دوى د سپرلۍ هليکوپټر د نامعلومو دليلونو له امله د انار درې ولسوالۍ په مربوطاتوکې را ورغورځيد.
د فراه ولايت يوه امنيتي خبرځاى چې د نامه له اخېستلو څخه يې ډډه وکړه، باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې د فراه ولايت او د هېواد د لويديځ د پوځي او ملکي مقاماتو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.
ده تائيد کړه چې د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور، د دغې شورا غړې جميله اميني او د ظفر قول اردو مرستيال د دغې پيښې په قربانيانوکې شامل دي.
د فراه سيمه ييزو مقاماتو تر اوسه پورې د دغې پيښې په باب په رسمي ډول نظر نه دى څرګند کړى .
د دغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي. پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته