نړۍ

د فرانسې د ملي ورځې په مراسموکې د دونالد ترامپ ګډون

پاريس / امريکاغږ/ باختر د چنګاښ  اتمه :
  د امريکا جمهور رييس دونالد ترامپ د فرانسې د ملي ورځې په مراسموکې  د ګډون لپاره  د فرانسې د جمهور رييس امانويل مکرون بلنه منلې ده .
د اسوشيتيدخبري آژانس د سپينې ماڼۍ د وينا له خولې خبر ورکړ چې د فرانسې جمهور رييس د امريکا له جمهور رييس سره په يوه ټيلفوني اړيکه کې هغه ته  د جولاى د مياشتې د څوارلسمې نيټې په جشنونوکې د ګډون لپاره بلنه ورکړې ده.
د فرانسې دملي ورځې مراسم د باستيل د ورځې د جشنونوپه توګه هم ياديږي.
په دې ورځ يعنې د١٧٨٩ کال د جولاى د مياشتې په څوارلسمه نيټه خلکو د باستيل په جيل بريد وکړ او هغه يې ونيوه چې له هغه څخه د فرانسې د انقلاب  د پيل په توګه ياديږي .
د سپينې ماڼۍ په وينا کې دغه راز ويل شوي دي چې امانويل مکرون او دونالد ترامپ به د دوه اړخيزو اقتصادي همکاريو د پياوړتيا او د تروريزم پرخلاف د ګډو اقداماتو په باب هم خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته