د فرانسې دولت يوشمېر افغانانو ته د استوګنې ويزه ورکوي

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
د فرانسې دکورنيو چارو وزارت مقاماتو اعلام کړي دي چې يوشمېر هغوافغانانو ته چې په افغانستان کې له فرانسوي مرکزونوسره دکارسابقه لري؛ په دغه هيواد کې د استوګنې اجازه ورکوي .
باختراژانس د نړيوالو خبرځايونو له خولې  خبر راکړ:
د فرانسې د دولت دغه تصميم په داسې حال کې نيول کيږي چې دغه هيواد په افغانستان کې خپل پوځي شتون  پاى ته رسولى دى .
په افغانستان کې دفرانسې دپوځي شتون په بهيرکې  چې  دمرستندويو لوژستيکي مرستو او د فترونو له جوړولو سره جوخت وو، يوشمير افغانان په دغو موسسو کې په کار وګومارل شول.
اوس د فرانسې د کورنيو چارو وزارت مقامات وايي  چې د دغو موسسوهغو افغان کارکوونکو ته چې له ٢٠١٤ کال  وروسته خپل ژوندپه افغانستان کې په خطرکې ويني؛ په فرانسه کې د استوګنې ويزه ورکوي او دې ته چمتو دي چې هغوى دفرانسوي اتباعو په توګه ومني .
د فرانسې دکورنيو چارو وزارت د مقاماتو دڅرگندونوله مخې: دغه هېوادبه په  لومړي ګام کې اتيا تنو افغانانو ته داستوګنې ويزه ورکړي .
مخکې له دې امريکا، کاناډا، استراليا او يوشمېر نورو لويديځو هيوادونو ويلي دي؛ هغو افغانانو ته چې په دوى پورې په اړوندو موسسوکې دکار سابقه لري  د استوګنې ويزه ورکوي.
دغه حرکت په افغانستان کې د مغزونو د تيښتې لپاره  د زمينې برابرول تعبيروي  او د شهيدانو، معلولينو ، کار او ټولنيزو چارو وزارت يوه مقام ويلى و چې بايد    له ٢٠١٤  کال وروسته په هېواد کې ذهنيت مغشوش نه شي.
په داسې حال کې چې د افغانستان دولت ددغه شان کسانو  په مصوونيت او هغوى ته په کارموندلوکې ژمن بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته