ورزش

د فتنس پنځوسو تنو نجونو ورزشکارانو د ښوونکیتوب سندونه تر لاسه کړل

کابل  باختر  د چنګاښ  ۳۰
د فتنس د آزادو کلپونو پنځوسو تنو ښځینه ښوونکو نن د ښوونکیتوب سندونه تر لاسه کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې :
د غړو د ښکلا  او د فتنس  فدراسیون په کابل کې د ښوونکیتوب د اصولو او د تغذیې د اساساتو روزنیز سیمینار جوړکړ چې د کابل د نجونو د ورزشي کلپونو د فتنس د څانګې  پنځوسو تنو ښوونکو د دغه روزنیز سیمینار له پای ته رسیدو وروسته د ښوونکیتوب سندونه ترلاسه کړل.
د غړو د ښکلا د ملي ټیم د سر ښوونکې نور الهدا شیرزاد د معلوماتو له مخې، دغه سیمینار د ښوونکیتوب د اصولو او د تغذیې د اساساتو د زدکړې تر نامه لاندې هغو  ښوونکو او استادانو ته چې د نجونو د غړو د ښکلا او فتنس د کلپونو مسولیت لري، جوړ شوی و.
دغه سیمینار د سکرتر جنرال ډاکتر عبدالرحمن او د غړو د ښکلا فدراسیوان د فني مرستیال له خوا  ترسره شو.
د غړو د ښکلا فدراسیون سر ښوونکی وایی چې په نږدې راتلونکې کې به دغه شان روزنیز پروګرام د هلکانو د څانګې ښوونکو ته هم جوړ شي.
پای – سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته