د فاریاب ۱۵زره ټنه پرخچه مالګه پلورل کېږي

کابل، د مرغومي ۲مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام لري چې د فاریاب د اندخوۍ ولسوالۍ ۱۵زره ټنه پرخچه مالګه وپلوري.
دغه وزارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره، هغو شرکتونو او اشخاصو ته چې د یادې مالګې د پیرودلو لېوالتیا ولري؛ خبر ورکړی چې خپل غوښتنلیکونه د ۱۰ ورځو په موده کې د یاد وزارت د دفتر ریاست د عرایضو څانګې ته وسپاري.